برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

له پاکستان څخه د ۲۷۷ افغان مهاجرو اخراج

د افغان کډوالو د اجباري اخراج د دویم پړاو له پیلیدو سره ، د پاکستان حکومت لږ تر لږه ۲۷۷ تنه خپل هېواد ته ستانه کړل.


له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج د دویمه مرحلې په پیل کښې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان وکړ: د قانوني اوسېدو له اسنادو سره د افغان کډوالو د جبري اخراج د روان بهیر په دوام کې، ۲۷۷ تنه له پاکستانه وایستل شول.

د دغه وزارت د بیان له مخې چې په چینل ایکس کې خپره شوې، شړل شوي کډوال د اپریل په ۲۸مه د تورخم له لارې افغانستان ته ننوتل.

راپور زیاتوي چې دا هغه ۵۳ کورنۍ دي چې له پاکستانه په زوره ایستل شوي دي.

دغه کسان د مهاجرت په رياست کې د معلوماتو له تر لاسه کولو او ثبتولو وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ او د مهاجرت نړيوال سازمان ته د مرستې د ترلاسه کولو په موخه معرفی شول.

مرستندویه سازمانونه وايي، اوس مهال په افغانستان کې شړل شوي کډوال د سرپناه، خوراکي توکو او کاري فرصتونو له کمښت سره مخ دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي