آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د افغانستان د دولسمشرۍ دماڼۍ مرستیال ویندوی صمیم عارف نن په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، داشرف غنی په مشرۍ د افغانستان حکومت ټینګار کوی ، چې دافغانستان دشخړې حل دادی چې طالبانو ډله له حکومت سره خبرې اترې وکړی.
د افغانستان دولسمشرۍ دارګ مرستیال ویندوی زیاته کړې ، کابل او واشنګټن باؤری دی ،چې په افغانستان کې دسولې نهائی خبرې اترې باید د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ ترسره شی
اشرف غنی په همداوروستیو کې یوځل بیا له طالبانو ډلې سره دروغې جوړې دخبرواترو لپاره د کابل حکومت چمتووالی اعلان کړی دی .
داپه داسې حال کې دی چې دامریکا اوطالبانو ډلې ترمینځ وروستۍ خبرې اترې چې په قطر کې تر شپږوورځو پورې ترسره شوی ، له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی .