برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :
د طالبانو د پوځ قومندان ویلي چې په افغانستان کې داعش د بهرنیو استخباراتو له خوا حمایه کیږي.
د طالبانو د پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت ویلي چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ په افغانستان کې د بریدونو او جګړو په ترسره کولو کې د داعش ملاتړ کوي.
قاري فصيح الدين فطرت وويل چې د داعش ډلې په جګړو او چاودنو کې بهرني استخبارات لاس لري.
د طالبانو د پوځ مشر همداراز زیاته کړه چې دغه ډله په هیواد کې له داعش جنګیالیو سره مبارزې ته ژمنه ده.
د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې د طالبانو لخوا د افغانستان د نیولو نه وروسته د دې ډلې او د افغان وګرو په وړاندې مرګوني بریدونه ترسره کړي دي.