برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

قانع: داعش په پاکستان او تاجکستان کې ریښې لري

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په سیمه کې وروستي بریدونه ښيي چې تاجکستاني او پاکستاني اتباعو د داعش تر نامه لاندې پر ځینو هېوادونو بریدونه کړي دي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دغه وزارت د یو کلن فعالیت د ارزونې په غونډه کې وویل چې د سیمې هېوادونه په دې پوه شوي چې د داعش ریښې چیرته دي او وروستیو بریدونو هم وښودله چې تاجکستان او پاکستاني اتباعو د داعش تر نامه لاندې په ځینو هېوادونو بریدونه کړي دي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان له خاورې د ګاونډیو او سیمې پر وړاندې کوم ګواښ نه دی رامنځته شوی او داعش ترهګره ډله هم په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې ده.

قانع وویل، طالبان له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره ډیرې ښې اړیکې لري او د متقابل تعامل تمه لري.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم تیره ورځ د دغه هیواد د کابینې په غونډه کښې وویل چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې څخه د دغه هیواد پرضد خپل حملې پلانوی.

هغه وویل چې له افغانستان څخه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو بریدونو طرحه او تنظیمول کومه پټه خبره نه ده.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي