برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: په لبنان کې د اسراییلو جنایتونه د بخښلو ندي

په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سید حسن نصرالله په وژنه کې په لبنان کې د اسرائیلو جنایت وغانده.


په هرات کې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال رحمت الله فیضان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي: موږ د فقهې او اجتهادی د اختلافاتو په اړه فکر نه کوو. موږ ته د مسلمانانو ګټې مهمې دي او په هر ځای کې چې مسلمان وي هغه زموږ ورور دی.

فیضان وویل چې په لبنان کې د اسراییلو جنایتونه د بخښنې وړ ندي.

هغه له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې په لبنان، فلسطین او په تېره بیا غزه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د مخنیوی او د ملکیانو د امنیت د تامین لپاره لازم او عاجل اقدامات وکړی.

سید حسن نصرالله د جمعې په ورځ د تله په شپږمه نیټه د صهیونیسټ رژيم لخوا د لبنان په جنوب کښې د ضاحیه په شیعه میشته سیمه له بمبارۍ وروسته شهید شو.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي