برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۴ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: مسجد الاقصی او د فلسطین ټوله خاوره د فلسطینیانو حق دی

د طالبانو سرپرست حکومت په الاقصی جومات کښې د یهودانو د کنیسه د جوړولو په اړه د صهیونیسټی چارواکو څرګندونې په سختو الفاظو وغندلې.


د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه څرګندونې د دې ښودنه کوي چې صهیونیسټ رژیم نه یوازې دا چې هیڅ ډول مقدساتو، قوانینو او نړیوالو اصولو ته درناوی نه کوي، بلکې له دې ټولو اصولو، قوانینو او ارزښتونو څخه په بې پروایۍ سره سرغړونه کوي او د مسلمانانو د لومړۍ قبلې او سپېڅلي مسجد په اړه دا ډول غاصبانه څرګندونې د نړۍ د ټولو مسلمانانو احساسات راپاروي.

د دغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي چې طالبان د الاقصی جومات او د فلسطین ټوله خاوره د فلسطینیانو حق ګڼي او الاقصی د مسلمانانو د لومړۍ قبلې په توګه په رسمیت پیژني. د صهيونېسټ رژيم لخوا د سپېڅلو ځايونو هر ډول قبضه غير قانوني او د منل شویو حقايقو خلاف ګڼل کيږي.

طالبانو زیاته کړې، موږ یو ځل بیا د اسلامي نړۍ له واکمنانو، هېوادونو او نړیوالو سازمانونو څخه غواړو چې د صهیونیسټي غاصب رژیم د ناروا او ظالمانه تیري په وړاندې ودریږي او د اسراییلی نیواکګر چارواکو د دا ډول غیر مسوولانه څرګندونو مخه ونیسی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي