برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۶ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبان: افغانستان کې د داعش په اړه اندېښنه پروپاګند دی

د طالبانو ویاند ویلي، په افغانستان کې د داعش ډلې د پراخ حضور په اړه د نړیوالو اندېښنې بې اساسه دي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه تازه ټویټ کې ادعا کړې، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د پراخ حضور او په یوه ګواښ بدلېدو په اړه د نړیوالو اندېښنې بې اساسه او پروپاګند امېزه دی.

مجاهد په دې خبرې په ټینګار سره چې د طالبانو امنیتي ځواکونه له داعش سره په میړانه جنګیږي او دغې ډلې ته یې ځپنده ګوزارونه کړي دي، ادعا وکړه چې د افغانستان ټوله خاوره د طالبانو تر بشپړ کنټرول لاندې ده او هیڅ کورنۍ یا بهرنۍ ډلې ته اجازه نه ورکول کیږي چې خپلسري عمل وکړي.

د طالبانو ویاند هم د داعش یا نورو ډلو د شتون په اړه اندېښنه د دوی لپاره د تبلیغاتو یوه بڼه ګڼلې او د عامه افکارو د تخریب په موخه یې د داسې هڅو د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

طالبانو په وار وار اعلان کړی، چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت پر ضد وکاروي.

په هرصورت، ډیری لویدیځ هیوادونه او نړیوال سازمانونه لاهم په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي