برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۷ آبان , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
طالبانو دصهیونیسټ رژیم دغه اقدام د ایران داسلامی جمهوریت له حریمه ښکاره سرغړونه وبلله .
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې اعلان وکړ: د صهیونیسټ رژیم دغه اقدام د ایران د اسلامی جمهوریت له حریمه په ښکاره خلاف ورزۍ سربیره د سیمې کړکیچن حالات لاپسې پیچلی کوی .
په دغه بیانیه کښې همداراز راغلی دی چې ټول نفوذ لرونکو خواوې د صهیونیسټ رژیم د نیواک او په سیمه کښې د لا زیات تاوتریخوالی د خپریدو د مخنیوی مسوولیت لری.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ
په تیر یو کال کښې صهیونیسټ رژیم نه یوازې په غزې کښې خپل جنایتونه ختم کړی نه دی بلکې نورو سیمو ته یې هم غځولی دی او د دغه وضعیت دوام په سیمه کښې د بشری او امنیتی حالاتو د سختو اندیښنو سبب شوی دی .
د شنبې په سهار، اسراییلي رژیم د ایران د صادق 2 عملیاتو په ځواب کې په ایران کې پر نظامي اهدافو د برید پیل اعلان کړ.
د ایران د اسلامي جمهوریت دفاعي ځواکونو په تهران او د ایران په نورو سیمو کښې د دښمن له هدفونو سره مقابله وکړه او د دغو توغندیو او هدفونو د زیاتې برخې په شنډولو او له مینځه وړلو کښې بریالي شول.