برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانو تخار کې د نجونو دوه ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي

مدارس دخترانه

تخار کې ځايي سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې د نجونو دوه ښوونځي په دیني مدرسو بدل کړي دي.


د سرچينې د معلوماتو له مخې، تخار ولايت کې د “بي بي مريم” او “نمبر ون” د نجونو ښوونځي د پوهنې رياست په وړانديز او د پوهنې وزارت په منظورۍ په ديني مدرسو بدل شوي دي.

د طالبانو دغه پریکړه په تخار ولایت کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم عملي شوې ده.

سرچینې زیاته کړې، مخکې له دې چې طالبانو پر افغانستان واک ونیو، یواوزې په دغو دوو ښوونځیو کې له نهم او دوولسم ټولګي شاوخوا ۷۰۰۰ نجونې زده کړې کولې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په يادو دوو ښوونځيو کې شاوخوا ٨٦٠ ښځينه زده کوونکي د ديني علومو په څانګه کې په زده کړو بوخت دي.

طالبانو د افغانستان تر واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې په سلګونو دیني مدرسې جوړې کړې، خو د نجونو پر تعلیم یې بندیز ولګاوه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي