برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

طالبانوپه افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو له امله مننه وکړه

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د سرپرست حکومت او خلکو په استازيتوب د وروستيو سېلاب ځپلو سره د نړۍ د هېوادونو د خواخوږۍ او مرستو مننه او قدرداني وکړه.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې وروستیو سیلابونو ته په اشارې سره چې په ترڅ کې یې سلګونه کسان مړه او ژوبل شول او زرګونه کورونه ویجاړ شول، د سیمې او نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مننه او قدرداني وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د ایران اسلامي جمهوریت، قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، کویټ، پاکستان، ترکیې، هند، روسیې، چین، ازبکستان، اذربایجان، جاپان، مصر، سویلي افریقا، ملګرو ملتونو، د اسلامي همکاريو سازمان او اروپايي ټولنې ته اشاره وکړه، چې په دې اړه يې خپله خواخوږي او غم شريکي څرګنده کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ناورین او غمیزو په وخت کې یو بل سره د هېوادونو همکاري یو ګډ اسلامي او انساني احساس وباله او د افغانستان له خلکو سره یې د ایران او د نړۍ د هېوادونو د خواخوږۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه اوښتي او د مرستو رسولو لړۍ دوام لري.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي