برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۱ تیر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

زاخارووا: له ترهګرۍ سره مبارزه له طالبانو سره تماس ته اړتیا لري

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ویلي چې له طالبانو سره تعامل د هغه هېواد له ملي ګټو سره تړاو لري.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په هېواد کې دننه له طالبانو سره د روسیې د تماسونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې له طالبانو سره تعامل د هغه هېواد له ملي ګټو سره تړاو لري.

زاخارووا وویل چې ځینې بلاګران او خبریالان د دې حقیقت په وړاندې چې روسیه له طالبانو سره تماس لري، عصبي غبرګون څرګندوي.

نوموړي په سنټ پیټرزبورګ کې د اقتصادي غونډې په څنډه کې یادونه وکړه چې په روسیه کې د منع شویو ترهګرو سازمانونو له لست څخه د دغې ډلې د نوم د ایستلو احتمال تر غور لاندې دی ځکه چې له هغوی سره تماس او تعامل ته اړتیا ده.

هغه زیاته کړه: ظاهرا هغه کسان چې د دې مسلو په اړه لیکنې کوي، نه پوهیږي چې د ننګونو حل لکه د مخدره توکو قاچاق، تروریزم او سازمان شوي جرمونو سره مبارزه په حقیقت کې اړیکو ته اړتیا لري.

زاخارووا همداراز له طالبانو سره چې د افغانستان کنټرول په لاس کې لري د تماس دوام، د روسیې د ملي ګټو لپاره مهم بولي.

خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل، چې مسکو به کله د ترهګرو له نوملړ څخه د طالبانو نوم لرې کړي او دا يې په افغانستان کې د ننګونو په حل پورې تړلې وګڼله.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي