آریانانیوز: د افغانستان ملي لوبډلې تکړه او نومیالی سوکه توپ اچونکی راشد خان د سویلي افریقا په مزانسي شل اوریزو سوپر لیګ (MSL) کې واخیستل شو.
د سویلي افریقا هېواد نوی لیګ چې «مزانسي سوپر لیګ» نوم ورکړل شوی، له اتلس میاشتو کړکیچ وروسته پېل کیږي چې وړمه ورځ یې د لوبغاړو بولۍ ترسره شوې.
په دغه بولۍ کې د نړۍ لومړی مقام لرونکی آلراونډر راشد خان په دغه لیګ کې د «ډوربن هیټ» لوبډلې لخوا د مارکیو لوبغاړي په حیث واخیستل شو، او د هاشم املا تر مشرۍ لاندې به په دغه لوبډله کې لوبیږي.
د مزانسي سوپر لیګ شپږ لوبډلې لري، چې د روان کال دیسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه به د سویلي افریقا په ښکلو لوبغالو کې پېل شي، دغه لیګ په هره لوبډله کې د بهرني او داخلي لوبغاړو په ګډون ۱۴ لوبغاړي لري.
یادې شپږ لوبډلې په دې ډول دي:
ډربن هیټ (داخلي مارکیو لوبغاړی هاشم املا، بهرني مارکیو لوبغاړی راشد خان) ، جوزي سټارز (داخلي مارکیو لوبغاړی کاګیسو رباډا، بهرنی مارکیو لوبغاړی کریس ګېل)، نیلسن منډیلا بی ګیانټز (داخلي مارکیو لوبغاړی عمران طاهر، بهرنی مارکیو لوبغاړی جیسن روی)، پارل راکس (داخلي مارکیو لوبغاړی فاف ډوپلیسي، بهرنی مارکیو لوبغاړی ډاین براوو)، شوانز سپارټنز (داخلي مارکیو لوبغاړی ای بي ډیویلیئرز، بهرنی مارکیو لوبغاړی ایون مورګن) او کیپټاون بیلټز (داخلي مارکیو لوبغاړی کوینټن ډي کاک، بهرنی مارکیو لوبغاړی ډیويډ ملان) لوبډلې دي.
ددغه لیګ ټول بهرني مارکیو لوبغاړي به د لیګ په لومړي او وروستي سر کې موجود وي، خو د نوومبر میاشتې ۲۳مې نېټې څخه تر درېیم دیسمبر پورې به په لس اوریزو لوبو کې لوبیږي کوم چې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
راشد خان اوسمهال په افغانستان غوره لیګ سیالیو کې د کابل ځوانانو لوبډلې مشري کوي، او لوبډله یې تر نیمه پایلوبو رسولې، له دې وروسته به په لس اوریزو لیګ کې لوبیږي، چې د مراټا عربینز لوبډلې لخو اخیستل شوی دی، دغه لیګ به د دیسمبر تر درېیمې نیټې دوام وکړي.
د سویلي افریقا مزانسي سوپر لیګ به د روان کال د نومبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پېل او د دیسمبر په ۱۶مه نېټه پای ته ورسیږي، چې ټولې به په کې د پایلوبې او مقدماتي پایلوبې په ګډون ۳۲ لوبې ترسره شي.
یاده دې وي چې د راشد خان لوبډله به د نومبر په اتلسمه، یوویشتمه، درویشتمه، اته ویشتمه، دیرشمه، د دیسمبر په دویمه، پنځمه، اوومه، نهمه او دولسمه خپلې سیالۍ ترسره کوي، له دې داسې بریښي چې راشد خان به له لس اوریزو لیګ وروسته سویلي افریقا ته سفر کوي.