برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۸ اسد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشري نوماندانو ټاکنیزې سیالۍ

آریانانیوز: د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ اجراییوي رییس یوسف رشید سلام‌وطندار ته وويل، د تېرو دورو په پرتله د سږ کال ټاکنیزې سیالۍ ډېرې کمرنګې او متزلزله دي.



د هغه په وینا، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، د نوماندانو اقتصادي ستونزې، ناامني، د یو شمېر نوماندانو له لوري د ټاکنو احتمالي تحریم او له دولتي سرچينو نه د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ناوړه ګټه اخيستل د ولسمشري نوماندانو د کمرنګو ټاکنیزو مبارزو لاملونه دي.
رشید زیاتوي، یو شمېر نوماندان د ټاکنو په کولو کې د احتمالي خنډ له راتلو نه هم وېره لري او دغه موضوع هم د ټاکنیزو مبارزو د پیکه‌والي یو لامل یادوي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا ټیفا اجراییوي رییس نعیم ایوب‌زاده هم د ټاکنیزو سیالیو د پیکه‌والي لامل، د نړیوالې ټولنې له لوري د ټاکنو په بهیر کې د بې‌باورۍ فضا رامنځته کېدل، په ټاکنو کې معامله او د ټاکنو کمېسیون له لوري د باور فضا رامنځته کولو نه موجوديت بولي.
د هغه په وینا، د سږ کال ولسمشري ټاکنو ته د نوماندانو ټاکنیزې مبارزې کمرنګه او هیله بښونکې نه‌دي.
په ورته وخت کې د محمدحنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیزې ډلې ویاند محمد واعظي سلام‌وطندار ته وویل، په ټاکنو کې د روڼتیا نه موجوديت، په ټاکنیزو سیالیو کې له دولتي امکاناتو نه د محمداشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې ډلې ناوړه ګټه اخیستل او د ټاکنو کمېسیون په چارو کې د حکومت د لاسوهنو له کبله دغه ټیم خپلې ټاکنیزې سیالۍ په جدي توګه نهدي پیل کړي.
د واعظي په وینا، د سولې او اعتدال ټیم په پلان شویو ټاکنو کې سیالۍ ته نه‌دی چمتو.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وياند مرستيال ذبېح الله سادات وايي، دغه کمېسیون ټاکنیزو سیالیو ته لار هواره کړې او نوماندان باید د ټاکنیزو سیالیو د پراخولو په برخه کې هڅې وکړي، څو د افغانانو باور ترلاسه کړي.
د هغه په وینا، پر نیوکو سربېره د ټاکنو کمېسیون د ولسمشري نوماندانو په ټاکنیزو سیالیو کې د هر نوماند له لوري د څه باندې څلور سوه میلیونه افغانیو مصرفول مشخص کړي، څو نوماندان خپلې ټاکنیزې سیالۍ په پراخه توګه وکړي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هم دوه ورځې وړاندې دولت جوړونکی ټاکنیز ټیم او د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې له دولتي سرچينو نه په ګټې اخیستو تورنه کړه او جدي خبرداری يې ورکړ.
خو د دواړو ټاکنیزو ډلو غړیو له دولتي امکاناتو نه د ګټې اخیستو موضوع رد کړه.

شریک یي کړئ!
ټکي