د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲ تنو داعشیانو په ګډون ۳۵ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه ګډ عملیات چې د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار،کنړ، کاپیسا، غزني، لوګر، پکتیکا، کندهار، ارزګان، زابل، فراه فاریاب، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يي د فراه ولایت د بالابلوک په ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۳ تنه ټپیان او د دښمن یو پڼځاي له منځه وړل شوي ، د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالۍ د منصوریانو په سیمه کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی ، د کاپیسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې ۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .
همدا داز په یادو عملیاتو کې د هلمند ولایت د نادعلي په ولسوالۍ کې ۶ تنه طالب تروریستان وژل شوي او د دښمن ۸ پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د ارزګان ولایت مرکز اړوند سیمه کې ۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي او د کنړ ولایت د چپې درې په ولسوالۍ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷چاڼیز او ۶۳خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۷ ولایتونو کې په لاره اچول شوي د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۰۲پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۷ هوایي ضربې د دښمن په پټنځايونو تر سره شوې دي.