برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :
د مهاجرت نړیوال سازمان په پاکستان کې د افغان کډوالو د توقیف د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
د مهاجرت لپاره د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان د پاکستان پر حکومت ږغ کړی چې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ژر تر ژره ودروي.
په اسلام اباد کې د دې سازمان ویاند قیصر افریدي ویلي، دغه سازمان له پاکستاني چارواکو غواړي چې په پاکستان کې د مېشتو کډوالو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.
د مهاجرت د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په پاکستان کې ۳.۷ میلیونه افغانان ژوند کوي