برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, 30 نوامبر , 2018 لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په هلمند کې په وروستۍ یوه اوونۍ کې خونړۍ پېښې د اندېښنې وړ بللې

آریانانیوز: یوناما پرون د نومبر ۲۹مه، پر ټویټر لیکلي چې په هلمند کې په یوه وروستۍ اوونۍ کې د کوچنیانو په ګډون د زیات شمېر ملکي وګړو د وژل کېدو معتبر راپورونه ور رسېدلي او اندېښنه لري.


یوناما ویلي، د جګړې ټولې خواوې مسؤلیت لري چې د نړیوال بشري قانون پر اساس، هر وخت د ملکي وګړو امنیت ته پام وکړي.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت امریکايي قواوو پرون تأیید کړه چې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې پر وسله‌والو طالبانو هوايي حمله شوې ده.
د امریکايي قواوو ویاند په دې حمله کې د ملکي وګړو د وژل کېدو خبر تأیید نه‌کړ.
د هلمند والي وویل چې ملکي وګړو ته تاوان رسېدلی، خو دقیق شمېر یې نه‌دی څرګند.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي عبدالودود پوپل وویل چې په ګرمسېر کې د ملکي تلفاتو شمېر ۳۰ دی.

شریک یي کړئ!