برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ جوزا , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د روغتیا وزارت خبرداری

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس دروغتیا وزارت د خبرداري په ورکولو سره وايي، په هیواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کي دي چې په وینا یې که خلک جدي توجه ونه وکړي ممکن دغه وزارت د اکسیجن او تابوتونو له احتمالي کمښت سره مخ شي.
د روغتیا وزارت معین ډاکټر وحید مجروح په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د کرونا ویروس د ناورین لمن په هیواد کې د پراخېدو په حال کې ده.
هغه وویل که خلک همداسې بې پروايي ته دوام ورکړي کنټرول به یې د روغتیا وزارت له توان څخه ووزي.
هغه زیاته کړه:”بدبختانه موږ له خپلو ټولو هڅو سره سره چې کوو یې، خلکو ته به د اکسیجن رسولو توان هم ونه لرو، کله چې نیم کابل اکسیجن ته اړتیا ولري، ایا د دومره اکسیجن تولید امکان لري؟کله چې بدبختانه زموږ زیات شمېر ښاریان خپل ژوند له لاسه ورکوي کېدایشي د دومره تابوتونو د تولید توان هم نوي… کاش یوه شپه موږ تللي وای او لیدلي مو وای.”
د افغانستان د روغتیا وزارت معین وویل چې اوس مهال د کابل او ولایتونو د کرونا ویروس اړوند روغتونونو کې د اکسیجن سلګونه کمپسلونه مصرف کیږي چې په وینا یې دغه وضعیت په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر زیاتېدو ښکارندويي کوي.
نوموړي زیاته کړه چې د روغتیا وزارت ټول امبولانسونه تیره شپه د کابل ښار د بېلابېلو سیمو څخه د جنازو په انتقالولو مصروف و چې په وینا یې د بېلابېلو لاملونو له مخې مړه شوي و. خو مجروح وویل چې اصلي لامل یې کرونا ویروس و.
هغه د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د روغتیا وزارت امکانات کم وبلل او زیاته یې کړه که چیري له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې کافي امکانات د دغه وزارت په اختیار کې ورنه کړل شي روغتونونه او بسترونه به په کرونا ویروس اخته کسانو په درملنه کې دومره مرسته ونه کړي.
روغتیا وزارت پر داسې مهال د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو خبر ورکوي چې د دغه وزارت په وینا په تیره یوه شپه او ورځ کې په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.
د یاد وزارت په وینا په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر۱۵۲۰۵ ته لوړ شو.
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۵۷ تنو ته ورسېد.
همدارنګه ۲۵ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۱۳۲۵ تنو ته لوړ شو.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د یکشنبې تر غرمې مې۳۱ (غبرګولې۱۱) پورې څه باندې شپږ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۶۹زره نور ورڅخه مړه شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه