برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د روسيې په کوربه توب د افغان سياستوالو او طالبانو غونډه

آریانانیوز: د روسيې د ولسمشر ویلاديمير پيوټن خاص استازي ضمير کابلوف اسلام اباد ته د خپل سفر پر مهال رسنيو ته ويلي وو، چې هېواد يې د افغانستان سولې په اړه د بلې ناستې کوربه توب ته تيارے نيسي.


کابلوف په دې اړه نور جزيات نه و ورکړي، خو رویټرز خبري اژانس وائي، چې د راتلونکې سه شنبې يا نهې په ورځ به روسیه له طالبانو سره د خبرو لپاره د ولسمشر اشرف غني مخالف افغان سياستوال هم وروغواړي او د افغانستان روانې کشالې د ختمولو لپاره به په دغه ناسته کښې د روسيې په کوربه توب د طالبانو او افغان سياستوالو تر منځ خبرې وشي.
رویټرز د يوه لوړپوړي روسي چارواکي له قوله ليکلي، چې په دغه يوه ورځنۍ ناسته کې به د طالبانو لوړپوړي مشران او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون يو شمېر مهم افغان سياستوال هم ګډون ولري.
حامد کرزے، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د امریکا پر ضد توندې څرګندونې کوي او په افغان سوله کښې د روسيې او چين د ګډون غوښتنه کوي، په داسې حال کښې، چې امریکا د سولې روانه پروسه کې د روسيې او چين د ګډون مخالفه ده.
روسان امريکا په افغانستان کې په ناکامۍ تورنوي او زياتوي، چې د افغانستان سولې لپاره له زړه کار کوي او له امریکا يې هم غوښتي، چې روسيې او د سيمې هېوادونو سره په ګډه د افغانستان سولې لپاره کار وکړي. طالبانو هم د مسکو په ناسته کې د خپل ګډون پخلی کړی دی.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي، چې مسکو ته به د طالبانو د پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي.

شریک یي کړئ!