برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ ثور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د جوزجان اربکیان د لویو لارو مسافر لوټي

د جوزجان ولایتي شورا وايي په دې ولایت کې مېشت اربکیان د لویو لارو مسافر لوټي.


د یادې ولایتي شورا مرستیال عبدالقادر وايي قرقین ولسوالۍ ته په لاره د اربکیانو پوستې له مسافرو پیسې په زور وړي.
د قرقین ولسوالۍ اوسېدونکي هم د دې لارې له اربکیانو سره ټکوي او وايي چې له یوه شلګون نیولې تر زرو افغانیو پورې پیسې ترې وړي.
له دې سره سره د جوزجان د امنیت امر عبدالحفیظ خاشی د اربکیانو له لوري لارې شکونه نه مني.
هغه وايي د دوی اربکیانو تر اوسه داسې ګام نه دی پورته کړی او دوی ته هم چا شکایت نه دی کړی.
د اربکیانو اړوند تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې شکایتونه شوي دي، خو لوړ پوړو چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم جدي اقدام نه دی کړی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه