برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د تورخم پوله وتړل شوه

د تورخم پوله د پاکستان د داخلي ستونزو له امله د د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.


سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د تورخم پوله د پاکستان د داخلي ستونزو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

چارواکي وايي، د پولې د خلاصولو هڅې روانې دي.

د راپورونو له مخې، د تورخم پوله د سرحدي چارواکو او د پاکستان د فدرالي تحقیقاتي ادارې تر منځ د داخلي شخړې له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.

ويل کيږي چې په دې جګړه کې د دغو دوو پاکستاني دفترونو ١٣ تنه کارکوونکي ټپيان شوي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي