برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, 15 می , 2021 لنډ لینک :

د بهرنیو چارو وزارت، په مسجد الاقصی کې پر لمونځ کونکو، د اسراییلي پوځيانو برید په اړه غبرګون

آریانانیوز: زموږ د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په اقصی جومات کې د لمونځ کونکو پر وړاندې وروستي تاوتریخوالې بریدونه وغندل...


د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان اسلامي جمهوریت د یوه خپلواک دولت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې د ۱۹۶۷ کال په ټاکل شوي حدودو کې ، د فلسطین د خلکو د حقې ادعا ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي پای ته رسولو او د سوله ایزو لارو ، خبرو اترو او دوه چنده هڅواو یو نړیوال اتحاد له لارې حل کولو پر اړتیا ټینګار کوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلي ځواکونو وروستي بریدونه په اقصی جومات، د مسلمانانو لومړۍ قبله کې په ملکي وګړو او عبادت کوونکو باندې وروستي بریدونه تشدد، غیرموجه او په سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره ګواښ ګڼي او په کلکو ټکو یې غندي.

شریک یي کړئ!