برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د امریکا پخوانی سفیر: طالبان د افغانستان د چلولو توان نه لري

آریانانیوز: په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي چې د طالبانو ډله په افغانستان کې د حکومت کولو توان نه لري.


په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وايي، طالبانو په افغانستان کې په خپله ۱۷ میاشتنۍ واکمنۍ کې ثابته کړې، چې دوی د دې وړتیا نه لري، چې په هېواد کې اغېزمن حکومتداري وکړي او امنیت یې تامین کړي.

کراکر له امریکا غږ ټلویزیون سره په مرکه کې په کابل کې د سفارتونو د تړلو لامل د امنیت په برخه کې د طالبانو بې کفایتي وبلله.

هغه وويل: دوى [طالبان] د خلکو د امنيت د تضمين وړتيا نه لري او نه هم په هیواد کې د بهرنیو سفارتونو د امنیت د تامین توان لري. له همدې امله موږ د سفارتونو د تړلو شاهدان یو. دا سفارتونه نشي کولی له طالبانو سره سوداګري وکړي که چیرې د دوی امنیت په خطر کې وي … اوس نړۍ پوهیږي چې دا ډله د هیواد د رهبرۍ او واکمنۍ وړتیا نلري.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر وايي، په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسیدو پاکستاني طالبان هڅولي چې بریدونو ته زور ورکړي. هغه وویل، هغوی [پاکستاني طالبان] له دې مسلې څخه الهام اخیستی چې د پاکستان حکومت نسکور کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي