افغانستان کې د رواني روغتیا کارپوهانو ویلي چې پر ښځو او نجونو محدودیتونه د خپګان د خپریدو لامل شوي دي.
د رواني روغتیا کارپوهان وايي چې د ښځو پر کار او زده کړو محدودیتونه د دې لامل شوي چې زیات شمېر افغان ښځې او نجونې په بېلابېلو رواني ناروغیو اخته شي.
واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د رواني روغتونونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې په دغو روغتونونو کې اکثره ناروغان نجونې او ښځې دي چې له خپګان او رواني فشارونو سره مخ دي.