برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د افغان حکومت د فساد پر ضد د اروپايي ټولنی کمپاین

اروپايي ټولنه غواړي چې په افغان حکومت کې د شته فساد پر ضد کمپاین پیل کړي.



په افغانستان کې د دې ټولنې ویاند عبدالله یادګاري وايي، هوډ لري چې د ټاکنو، خصوصي سکتور او پراختيا په برخو کې د حکومت فساد وڅېړي.
هغه وايي تېر میلادي کال هم د فساد د مخنيوي په برخه کې څو ګامه اخیستل شوي دي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزي عدلي مرکز يې د نمونې په توګه یاد کړ.
يادګاري په داسې حال کې د تېر کال په اړه ډاډمنتیا ښيي چې لا هم افغان حکومت د څلورو مفسدو حکومتونو په منځ کې حسابېږي.
د فساد پر وړاندې د مبارزې افغاني شبکه بیا د اروپايي ټولنې له لوري دا کمپاین سطحي کار بولي او وايي چې باید له دې کمپایني کچې راووځي.
د دې ټولنې مشر خان زمان امرخېل وايي دا کمپاین يو سم ګام دی، خو ښه به وي چې نړیوالې ټولنې تر کمپایني کچې پراخ اقدامات وکړي.
د شفافیت د نړیوال سازمان د وروستي راپور له مخې افغان حکومت لا هم په فساد کې ۱۵ امتیازه لري، چې د نړۍ د څلورو لومړیو مفسدینو په ډله کې ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ!