برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

د افغانستان د چاپیریال تخریب؛ د بهرنیو جګړو میراث د طالبانو په وینا

شیر محمد عباس استانکزی، د طالبانو د خارجه وزارت سیاسي مرستیال، د امریکا د مور بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال د افغانستان د اقلیم لپاره د جدي زیان لامل بللی دی.


هغه زیاته کړې چې د شوروي اشغال پر مهال د هیواد ۸۰ سلنه ځنګلونه ویجاړ شوي او د اقلیمي بحران میراث هم د هماغه دورو څخه پاتې دی.

د طالبانو د خارجه وزارت سیاسي مرستیال ویلي چې د امریکا لخوا د مور بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال افغانستان ته د چاپیریال لپاره ستر زیانونه اړولي دي.

شیر محمد عباس استانکزی وایي چې د اقلیمي بدلون بحران په افغانستان کې د اشغال په دوره او د اسلامي امارت له جوړیدو سره میراث پاتې دی.

شریک یي کړئ!