آریانانیوز: د سولې د عالی شورا د دارالاانشاء مشر په دې چې امریکا،د افغانستان حکومت له طالبانو ډلې سره دخبرواترو له درستو جزیاتو نه خبروی،اندیښنه ښودلې ده .
محمدعمر داؤد زئ هندوستان ته په سفر کې دخبریالانو په ټول کې همداراز ووئیل،امریکا له طالبانو ډلې سره د خبرواترو له لارې دغه ډله پیاوړی کړې ده .
له دې مخکې،د افغانستان د ملی امنیت سلاکارحمد ا… محب هم د سولې په بهیر کې د افغانستان د حکومت څنډې ته دکولو په دلیل د ډونالډټرمپ پر حکومت سختې نیوکې کړې وې .حمد ا..محب وئیلی وو،د ټرمپ حکومت دافغانستان د ولسمشر په ضد په دسیسې سره هڅه کوی،دکابل حکومت د استعماری حکومتونو په څیر په یوه حکومت بدل کړی .
د افغانستان د سولې په بهیر کې د امریکا د پَټَونې په سیاست دافغانستان د سولې دعالی شورا د سکرټریټ یا دارالانشاء مشر د اندیښنې څرګندول د هغه بهیر د دوام له امله دی چې سپینه ماڼۍئې له طالبانو ډلې سره د دوواړخیزو خبرواترو له لارې تعقیبوی،داموضوع لامل شوې څو د افغانستان د ملی وحدت حکومت موقعیّت کمزوری شی .
دافغانستان د حکومت استازو ته له بلنې پرته له طالبانو سره د دوواړخیزو اړیکو په ترسره کولو کې د امریکا سیاست ، لامل شوی څو دغه ډله دکابل له حکومت سره په خبرواترو کې دنه شتون په باب پر خپل دریځ د تیر وخت په نسبت لازیات لازیات ټینګار وکړی چې دغو شرائطو د بین الافغانی خبرواترو د ترسره کولو لپاره شرائط لازیات ترینګلی کړی دی .
په همدې دلیل ده چې په همداوروستیوکې د افغانستان حکومت،ددغه هیواد دسولې په بهیر کې دامریکا په سیاستونو د اعتراض په دوام کې د سپینې ماڼۍ پر چارواکو غږ کړی،له طالبانو سره د خبرواترو د اوه م پړاؤ ماموریت دې د بین الافغانی خبرواترو دم برابرولو لپاره پیلامه کړی .
البته دغه غوښتنه د افغانستان په داخل کې نه یوازې ددغه هیواد دملی وحدت حکومت ته محدوده نه ده او درستې سیاسی او قومی ډلې ټپلې هم دملی پخلاینې په پروګرام کې له بندونه د وتلو په باب یوې اغیزشیندونکی لارې ته درسیدو لپاره دبین الافغانی خبرواترو دترسره کولو غوښتنه کوی .
دافغانستان له بدلونونو سره اړونده ډیر هیوادونه هم له طالبانو سره د دوو اړخیزوخبرو اترو په ترسره کیدا کې دامریکا پر سیاست نیوکې کوی او دا د کابل دحکومت د رول او مقام د کمزوری کولو لامل ګڼی چې حتی ددغه جنګ ځپلی هیواد ملی ګټې هم له جدی خطرو سره مخامخ کولی شی . .
دې ته په پام سره چې طالبانو ډلې په کرتو وئیلی دی ، دجنګ پای او دسولې له بهیر سره یو ځای کیدا ، به له افغانستانه د بهرنیو عسکرو تر وتلو پورې هیڅ امکان ونه لری ، دادی اوس د واشنګټن چارواکی ،په دغه هیواد کې د سولې له ټینګیداسره پر مرستې د مشتملې خپلې ادعا له امتحان سره مخامخ شوې ده .
که د امریکا حکومتی چارواکی دخپلې ادعا په اثبات پسې وی ،نو باید له افغانستانه دخپلو عسکرو د ویستلو دمهال ویش په وړاندې کولو سره ، عملا د سولې خبرې اترې او په دوام کې په دغه هیواد کې د جنګ دختمیدا موضوع له اوسنی بندونه وباسی .
که امریکا هماغه شان د افغانستان د خلکو د ګروهنې او په دغه هیواد کې د سولې دضرورتونو په اپوټه په دغه هیواد کې دخپل شتون پر د وام ټینګار کوی،نو له طالبانو سره به دسپینې ماڼۍ د خبرواترو بندون دوام ومومی او حتی له دغې ډلې سره دکابل دحکومت احتمالی خبرې اترې به کومه نتیجه ورنکړی .
داسې ښکاری،د امریکا حکومت دافغانستان په بدلونونو کې له خپلو غلطو محاسباتو اواقداماتو سره لازیات،په د غه هیواد کې د نښتو او تاؤتریخوالو د ختمولو لپاره د رامینځة شوو فرصتونو په له مینځه وړلو پسې دی .