برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دامریکا دپخوانی اولسمشر پرمړیني داشرف غنی غبرګون

آریانانیوز: د ګډ حکومت یو مشر امحمد اشرف غني د جورج ډبلیو بوش د پلار جورج ډبلیو ایچ بوش پر مړینه خواشیني ښوودلې ده.


له ارګه خپره شوې خبرپاڼه کې نه یوازې اشرف غني خپل ځان بلکې «ملت» هم له امریکا او د بوش له کورنۍ سره په غم کې شریک بللی دی.
جورج ډبلیو ایچ بوش چې د امریکا ۴۱م ولسمشر و، د تېرې جمعې پر ماښام د ۹۴ کلونو په عمر مړ شو.
زوی يې جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۱ز کال پر افغانستان یرغل وکړ، چې لا هم روان دی، چې د یرغل په اوږدو کې يې اشرف غني د جوړ کړي حکومت دویم مشر دی.
بهرنیو ځواکونو یوازې په تېرو لسو میاشتو کې يې د دوی د معلوماتو پر بنسټ نږدې ۶زره بمونه پر افغان خاوره غورځولي دي.
اشرف غني د دې پراخې بمبارۍ، شپنیو عملیاتو او ملکي تلفاتو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!