برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

داعش ډلګې لس مرکزونه ویجاړ شوي او پځه لس داعش اورپکي ووژل شول.

آریانانیوز: دننګرهار ولايت دملى امنيت مطبو عاتي دفتر وویل چې، تیره شپه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ وزیرو تنګي برسنګاني په سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې ۱۵ تنه داعش وسله وال وژل شوي او د هغوی ۱۰ فعال مرکزونه په بشپړ ډول له منځه وړل شوي دي.
د یاد ولایت د ملي امنیت د مطبوعاتي دفتر په ټکو، په عملیاتو کې ګڼ شمیر وسلې او مهمات د ځانګړو ځواکونو لاس ته ورغلي،چې په یاده سیمه کې له منځه وړل شوي دي.په یادو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان ندي اوښتي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي