برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

حامد کرزی: پر طالبانو د عامه افکارو فشار به دوی دې ته اړ کړي چې د نجونو د زده کړو په اړه خپله تګلاره بدله کړي

آریانانیوز: د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي، د نجونو پر تعلیم د بندیز په اړه د علماوو په ګډون د افغانانو غبرګون هیله بښونکی دی.


پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا نجونو ته د زده کړو د اجازه ورکولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا د افغانانو ښکاره غوښتنه ده.

کرزي وویل چې دی په دې باور دی چې د خلکو فشار به بالاخره د طالبانو په پالیسۍ کې د بدلون لامل شي.

کرزي ویلي دي چې د دیني عالمانو په ګډون د افغانانو غبرګون د نجونو له تعلیم څخه د مخنیوي په برخه کې د امیدو وړ دی.

طالبانو په افغانستان کې د واکمنۍ له پیل راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي.

سره له دې چې د نړیوالې ټولنې له خوا له طالبانو څخه د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو په اړه په مکرر ډول غوښتنې شوې، خو دغې ډلې تر اوسه نه دی منلي.

 

 

 

شریک یي کړئ!