آریانانیوز: د بلجیم د دفاع وزیر اعلان وکړ چې د دغه هیواد سرتیري به په راتلونکي کال کې په بشپړ ډول له افغانستان څخه وباسي...
هغه زیاته کړه چې له افغانستان څخه د بلجیم د عسکرو ایستل به له خپلو متحدینو سره په بشپړ هوکړه کې ترسره شي.
بلجیم دا مهال په افغانستان کې 70 سرتیري لري. د دې سرتیرو دنده د افغان اردو روزنه او سلا مشوره ده.
فنلینډ مخکې اعلان کړی و چې ډیر ژر به په افغانستان کې خپل نظامي شتون له 60 څخه 20 ته راټیټ کړي.