برخه -څانګه : afghanistan, note, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ سرطان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکا په افغانستان کی د ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو د پراختیا عامل

آریانانیوز: یو مشهور عرب لیکوال اډورډسعید په خپل مشهور اثر ختیځ پیژندنه کی باوری دی له ختیځ سره په مخامخیدنه کی لویدیځ دا فکر کوی چی په هره بڼه کی د ختیځ په نسبت برلاسی توب لری . په دې اساس د ختیځ په نسبت هر ډول شناخت باید د لویدیځ له لارې رامینځته شی ، که دا پیژندنه او شناخت د لویدیځوالو لپاره وی که د ختیځ والو لپاره . لویدیځ په خپله ختیځ پیژندنه سره په لټه کی دی چی د ختیځ په اړه خپلې د برلاسی توب لیدتوګې ته مرجعیت وبخښی او له دې لارې هغه په خپل کنټرول کی راولی .
په شلمه او یو ویشتمه پیړۍ کې د لاس وهنو او سلطو دود او البته خونړې شکل د افغانستان په شان د ختیځ هیواد لپاره ډیرې ترخې پایلې درلودلی دی . د شلمې پیړۍ د پاې په کلونو کی او تراوسه پورې د یو ویشتمې پیړۍ له پیلیدا کابو دوه لسیزې کیږی ، د فارس خلیج له جنګه تر افغانستان یرغل او عراق باندې په لښکر کشۍ پورې د پانګوالې نړۍ د قدرتونو نیغ په نیغه یا غیر مستقیمه لاس وهنې وینو . د جرمنی پوځی نظریه ورکونکی کارل فون کلازویتس د جنګ په اړه (ON WAR )نومی خپل کتاب کی نوې فارمول وړاندې کړی دی ، په دې مضمون سره چی جنګ د قهریه قوې له لارې د سیاست دوام دې . ،،
په دې چوکاټ کی په افغانستان د امریکا یرغل ، په سیمه او نړۍ کې د خپلې سلطې د دوام او پراختیا په لړ کی د دغه هیواد د سیاستونو په دوام کې د درک وړ دې او په مشخصه توګه د هغه اغیزې د دو ښکارندو په پراختیا یعنی ترهه ګرۍ او نشه ایزو موادو باندې جوتوی .
له دوهم نړیوال جنګه وروسته امریکا امریکا یوه نړیواله لوبغاړی شوه او له تیر وخت متفاوت کړچار یې نندارې ته وړاندې کړ . د دغه کړچار په اساس د امریکا ملی ګټې او خطرې تر براعظمونو پورې اوږدې شوې . د امریکا مشرانو له ملی ګټو په نوی تعریف کی داخلی هوساینه په نړیواله سویه د دغه هیواد له ځای سره په نیغ په نیغه ارتباط کی وبلله او د پوځی لګښتونو او په نړیوالو پروګرامونو کی دخپلې لاس وهنې پایلو په شمول په نړیوال ډګر کی خپله سټراتیجۍ په همدې چوکاټ کی تفسیر کړه . پر دې سربیره د ساړه جنګ په دوران کی د دو قطبی نظام اقتضایات او غوښتنې او د امریکا او شوروی اتحاد ترمینځ سیالۍ سبب شوی وی چی د واشنګټن د ستراتیجیکو ملاحظاتو بدلون زیات توجیهه پیدا کړی .
په هغه وخت کی د امریکا ستراتیجی زیاتره د پخوانی شوروی له کنټرولولو څرخیده او د نفوذ په بند مشهوره وه . د شلمې پیړۍ په پاې کې دشوروی په دړې وړې کیدا او د دوه قطبی نظام په ختمیدا سره د نفوذ دبند او کنټرول ستراتیجۍ هم ختمه شوه او یو بل پړاو پیل شو . هغه پړاو چی د پوخی لاسوهنې او سلطې د ساتلو لپاره امریکا هماغه راز د ګواښ د سرچینې په توګه یوه دلیل ته اړمنه وه چی د هغه ګواښ نوم یې پراخه ترهه ګری کیښوده . په دې پړاو کی د امریکا سیاست نور یرغلیز اړخ خپل کړ . د دغه یرغلیز کړچار د پراختیا په نښو کی دغو موردونو ته اشاره کولی شو ، د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی د امریکا د وسله وال ځواک مداخله ، د امنیتی او پوځی کمپلیکسونو بیا فعالیدا یعنی د ښی پالو شخصیتونو قدرت ته په رسیدا سره په دولتیاو خصوصی برخه کی د تسلیحاتی صنایعو د خاوندانو ملګرتیا او همداراز د دفاعی لګښتونو ډیره زیاتیدا .
امریکا د یوه سلطه غواړی قدرت په توګه معمولا په یوې نه یوې پلمې یعنی بشری حقوق ، د ترهه ګرو ډلو کنټرولول یا له مینځه وړل ، او یا په نړیوال ډګر کی د لیبرالیزم په شان د خاص فکری لارې دودولو په پلمه لاسوهنه کوی . خو اصلی مسله هماغه ملی ګټې دی . امریکا په ۲۰۰۱ میلادی کال کی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان حمله وکړه ، خو پر سیمې د امریکا په سلطې کې د دغه هیواد جغرافیایی موقعیت بایندې باید سترګې پټې نکړو .
د کابل پوهنتون پخوانې استاد او د نړیوالو اړیکو د موسسې څیړاندې اوسیاسی چارو کارپوه عبدالکریم پاکزاد د افغانستان د جغرافیایی موقعیت او شرایطو په اړه په اړه وایی افغانستان د ختیځ له لارې له پاکستان سره ګاونډې دې چی ماتیدونکې ثبات لری او له داخلی لانجې او د کشمیر د موضوع پر سر له هند سره شخړه لری . افغانستان دشمال له اړخه د تاجیکستان په شمول د مرکزی اسیا له نویو جمهوریتونو سره پوله لری . د دغه هیواد او ازبکستان ترمینځ لانجه او په قرقیزستان او ازبکستان کی د افراطی مذهب پالنې بهیر زیاتیدا دغه جمهوریتونه په لانجمنو سیمو بدل کړی دی .
له ترهه ګرۍ سره د مبارزې پلمه چی امریکا د هغې په لاس وهند ګرځولو سره په افغانستان حمله وکړه له اتلسو کلونو وروسته نه یوازې ختمه شوی نده بلکې په نویو بڼو تکثیر شوی هم ده .
امریکایی خبریال او شناندې اریک مارګولیس په ۲۰۰۱ میلادی کال کی په افغانستان د امریکا له حملې وروسته د دغه هیواد د امنیتی وضعیت په اړه وایی په افغانستان د امریکا پوځی یرغل نه یوازې امریکا پرضد د ګواښ خطر کم نکړ بلکې عملا له ترهه ګرۍ سره د امریکا ادعایی مبارزه یې په درستې نړۍ کی د افراطیانو په تیت پرک کولو سره لا پیچلی کړه . نو ځکه دا پوښتنه رامینځته کیږی چی د دغه هیواد کومه ستره ګټه دغه هیواد هماغه راز په افغانستان کی د لاس وهونکی سیاست دوام ته لمسوی ؟
امریکا د ۲۰۰۱ میلادی د ستمبر له ۱۱ نیټې وروسته په عربستان یا اماراتو حمله ونکړه ، په داسې حال کی چی د ستمبر د ۱۱ نیټې په پیښو کی د عربستان ۱۵ او اماراتو دوو ښاریزو رول درلود . په هغو راپورونو کی د امریکا د امنیتی اورګانونو په وسیله برابر او په رسندویو کی خپره شوی دی ، د ستمبر د ۱۱ په پیښو کې د عربستان رول ته اشاره شوی ده . دا په داسې حال کی دی چی د امریکا حکومت د جاستا قانون د اجرا خنډ شوی دی کوم چی د ستمبر د ۱۱ نیټې د پیښو د قربانیانو پاتې کسانو ته له عربستانه د شکایت کولو حق ورکوی . د پاکستان د فرینډز موسسې مشر جنرال مرزا اسلم بیګ له ترهه ګرۍ سره د تش په نامه مبارزې کې د امریکا د متناقض رول په اړه وایی القاعده ، اسامه بن لادن او طالبان هغه اوزارونه وو چی د یو قطبی والی موقعیت د پیاوړتیا لپاره د امریکا سټراتیجیک حرکت منطقی وښی .
د زیاتو شناندو له نظره د اسیا په لویدیځ کې له ساړه جنګه وروسته د امریکا د بهرنی سیاست کړچار زیاتره د کارټر د وخت د ملی امنیت سلاکار او سټراټیجیسټ برژینسکی د نسخې نتیجه وه . برژینسکی په خپلی سټراټیجۍ کې د اروپا د کنټرول او په اسیا د سلطې لپاره په یو قطبی تړۍ کې د امریکا د سلطې د ساتلو په ضرورت ټینګار کوی چی د شوروی له دړې وړې کیدا وروسته د افغانستان شرایطو ته په پام سره هغه جوتیږی .
په افغانستان کی په ۱۹۹۲ میلادی کال کی د مجاهدینو حکومت له ځای پر ځای کیدا ور وسته امریکا په مرکزی اسیا کی د ایران فعالیتونه او له روسیې سره ملګرتیاوې نشوې زغملې . د امریکا له سیاستونو سره د عربستان او پاکستان غږملتیا ته په پام سره واشنګټن ګروهنه درلوده چی په کابل کی سنی ، پښتون او امریکا پورې تړلې حکومت جوړ شی ، له دې نظره طالبانو تر ډیره حده د امریکا هدفونه پوره کول ، خو په ۱۹۹۷ کال کی افغانستان ته د القاعدې په ورتګ سره په افغانستان کې د امریکا د نیغ په نیغه لاس وهنې لپاره هم شرایط برابر شول چی د ۲۰۰۱ میلادی کال په حمله کی پوره شول . هغه حمله چی د ترهه ګرو ډولو د پراختیا او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق د زیاتیدا سبب شوه او له اتلسو کلونو تیریدا وروسته هماغه راز د هغې منفی پایلې دوام لری .

شریک یي کړئ!
ټکي

ډېر لوستل شوي