برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

امریکا او ازبکستان د افغانستان الوتکو د نه ستنولو په اړه موافقه وکړه

ازبکستان کې د امریکا سفیر اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه د افغان پوځ د پخوانیو الوتکو د برخلیک په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.


ازبکستان کې د امریکا سفیر جاناتن هینک، ازبک رسنیو ته ویلي دي چې تاشکند او واشنګټن د افغانستان د پخواني پوځ د پوځي الوتکو په اړه موافقې ته رسېدلي دي.

هینک څرګنده کړه: دا الوتکې هېڅکله د افغانانو نه وې، بلکې د امریکا متحدو ایالتونو پورې اړه لري او افغان پوځ ترې کار اخیستی، خو مالکیت یې تل له امریکا سره و.

د دغه تړون له مخې به د افغانستان د پخواني پوځ ۴۶ الوتکې او چورلکې په ازبکستان کې پاتې شي.

له بلې خوا طالبان ادعا کوي چې دا الوتکې د افغانستان دي او باید بېرته دغه هېواد ته ورکړل شي.

په افغانستان کې د جمهوريت نظام له سقوط وروسته افغان پیلوټان له ۴۶ پوځي الوتکو سره ازبکستان ته وتښتېدل.

 

شریک یي کړئ!