برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکایي جنرال – زموږ جګړه اوس هم په ناګټلي او بن بست حالت کې دی

آریانانیوز: د امریکا د سمندري ځواکونو لوی درستیز جنرال کینیټ مکینزي کانګرس ته په یوه ځانګړې وینا کې وویل، زموږ جګړه اوس هم په ناګټلي او بن بست حالت کې قرار لري.


مکینزي وویل، په ناڅاپي ډول زموږ د ځواکونو راوتل به حالات نور هم کړکیچن کړي ، ده وویل: افغان ځواکونه د دې جوګه نه دي چې د طالبانو مقابله وکړای شي.
نوموړي زیاته کړه، چې متحده ایالات او د هغې متحدین باید د طالبانو د اټکل شوي 60000 سرتیرو سره د جګړې لپاره د افغانانو استخدام او روزنې ته په یو ډول دوام ورکړي.
ده وویل، که څه هم نه پوهیږي چې دا روزنه به نو تر کومه وخته دوام ته اړتیا ولري، او کله به افغان ځواکونه وړتیا پیدا کړای شی.
مکینزي وویل، په ناڅاپي وتلو سره به موږ د 17 کلني جګړې ټولي لاس ته راوړني له لاسه ورکړو.
د ده په خبره افغان پوځ د سیمو د کنټرول، او امنیت ساتلو په برخه کې لاهم ډېري ستونزې لري، جګړې شدیدې شوې دي، خونړۍ پېښې ډېرې دي او د افغان ځواکونو تلفات هم لوړ شوي دي.
د ده په وینا امریکا باید پر نوو لارو چارو هم فکر وکړي څو وکړای شي په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

شریک یي کړئ!