برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکایان نور د افغانستان له جګړې ستړي دي

د امریکا د بحري ځواکونو متقاعد جنرال «ډان کاډویل» وايي؛ امریکایان نور په افغانستان کې له اوږدې جګړې ستړي شوي نو ځکه اړینه ده څو پالیسي جوړوونکي د افغانستان په اړه خپله پالیسي بیا و ارزوي.


کاډویل نیویارک ټایمز ته په خپله لېږل شوې مقاله کې لیکي؛ امریکایان «۱۷» کاله د افغانستان د جګړې په برخه کې په بې اثره پالیسیو تېر ایستل شوي، چې له امله یې په دې هیواد کې د امریکا «ښکېلتیا» نوره هم پېچلې شوي.
د کاډویل په وینا؛ دا ډېره په زړه پورې ده چې اوس په امریکا کې د جدي رهبرۍ دوه مخالف ګروپونه د افغانستان د جګړې دپای ته رسولو لپاره ګډې هڅې کوي.
کاډویل په پای کې امریکايي چارواکو ته مشوره ورکوي څو د هرې شخړې لپاره نظامي حل ونه لټوي بلکې په نورو لارو چارو هم غور وکړي.
یاده دې وي چې؛ امریکايي فوځي چارواکي داسې مهال د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو غږ کوي چې د وروستیو څېړنو په اساس تر نیمايي زیات عام امریکایان هم د افغانستان له جګړې ناخوښ دي او له دې هیواده د خپلو فوځیانو ایستل غواړي.
د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم ددې جګړې له سختو منتقدینو څخه پاتې شوی، نوموړي تېره ورځ په خپلو څرګندونو کې دا جګړه د «تاسف وړ» او خندوونکې بللې وه.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي