برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

امریکايي سناتوران: طالبانو له امریکایي پوځیانو بایومتریک معلومات ترلاسه کړي دي

آریانانیوز: یو شمېر امریکايي سناتوران وايي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په ګرندي وتلو د دې لامل شوي چې د بایومتریک معلوماتو لرونکي سیستمونه په افغانستان کې پاتې شي او په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د افغان همکارانو ژوند یې له خطر سره مخامخ کړي.


جمهوري غوښتونکو سناتورانو د امریکا پر دفاع او بهرنیو چارو وزارت غږ کړی چې دوی ته دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د بایومټریک معلوماتو په ګډون د پاتې شویو وسلو او حساسو معلوماتو په اړه معلومات ورکړي.

یادو سناتورانو وايي، طالبان به ددې معلوماتو په مرسته وتوانیږي چې د امریکا همکارانو وپیژني او په نښه کړي.

سناتورانو، د مارشا بلیک برن په مشرۍ، دواړو وزارتونو ته په یوه لیک کې لیکلی : له افغانستان څخه د وتلو وروسته د متحده ایالاتو د پوځ لخوا پریښودل شوي سیسټمونو کې د سترګو سکینونه، د ګوتو نښانونه، عکسونه او د افرادو او د هغوی د خپلوانو د دندو او کورونو ادرسونو په اړه معلومات شامل وو.

د بایډن حکومت باید د امریکا د پوځ بایومیټریک معلوماتو ته د طالبانو د لاسرسي په اړه وضاحت ورکړي.

 

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي