برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د طالبانو د مشر په امر د وسلو د ګرځول مخکیني جوازونه باطل دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د مشر د حکم له مخې یې د خطونو، استعلامونو او مکتوبونو په ګډون د وسلو د ګرځولو پخوانۍ جوازونه بې اعتباره دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په یوه بیان کې لیکلي چې د وسلو د ګرځولو جواز یوازې د دغه وزارت د جنایي جرمونو د کشف او مبارزې د عمومي ریاست د “دایاک” د عمومي ادارې له خوا ویشل کیږي.
قانع له چارواکو، مجاهدينو، طالب مامورينو او ښاريانو وغوښتل چې له اجازې پرته د وسلو له لیږد رالیږد او ساتنې څخه ډډه وکړي.
د دغه خبرتیا له مخې له جوازلیکونه پرته د تورو شیشو لرونکو موټرو تګ راتګ هم منع دی.