برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social
د خپرولو وخت : جمعه, ۱۶ شهریور , ۱۴۰۳ لنډ لینک :
د افغانستان د امنیت د څارنې ادارې اعلان وکړ چې په تیرو دریو کلونو کښې د داعش د حملو له امله له دوه زره زیات کسان وژل شوی او ژوبل شوی دی.
د افغانستان امنیتي څارونکې ادارې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش د بریدونو په اړه د یوې څېړنې پر بنسټ په یوه راپور کې ویلي چې دغې ډلې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ په موده کښې ۶۲ بریدونه کړي دي.
د افغانستان امنیتي څارونکې اداره وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د داعش په بریدونو کې لږ تر لږه ۸۵۷ کسان وژل شوي دي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې د داعش په بریدونو کې ۱۵۷۵ کسان هم ټپیان شوی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د داعش په بریدونو کې ډېری وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي، د طالبانو غړي او بهرني اتباع دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په ځلونو په افغانستان کې د داعش شتون او فعاليتونه رد کړي او ويلي يې دي چې دغه ډله د افغانستان امنيت ته ګواښ نه ده.