برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د ترهګرۍ له امله مرګ ژوبله ۸۱ سلنه کمه شوې

د نړیوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ اعلان کړی چې په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله مرګ ژوبله ۸۱ سلنه کمه شوې ده.


د نړیوال اقتصاد او سولې انسټیټیوټ په خپل نوي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله په مرګ ژوبله کې ۸۱ سلنه کموالی راغلی دی.

په دغه راپور کې راغلي چې سږ کال په افغانستان کې د ترهګرۍ له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۱۹ کسانو ته راټیټ شوی چې ۸۱ سلنه ښه والی ښيي.

له بلې خوا په ۲۰۲۳ کال کې د ترهګرۍ له امله د تلفاتو شمېر ۲۲ سلنه زیات شوی او په دغو پېښو کې ۸۳۵۲ کسان وژل شوي دي.

روان کال کې پاکستان هم د ۴۹۰ تروریستي پېښو شاهد و.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي