برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ مهر , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

افغانستان کې د امریکا د ماتې کلیزه د رسمي رخصتي په توګه اعلان شوه

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د اسد ۲۴ په افغانستان کې د امریکا د ماتې د کلیزې په مناسبت رسمي رخصتي ده.


د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اونۍ چهارشنبه د امریکايي اشغال په وړاندې د افغان جهاد د بریا د دریمې کلیزې په مناسبت په ټول هیواد کې عمومي رخصتي ده.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو هم په افغانستان کې د امریکا د ماتې د کلیزې په مناسبت رخصتي اعلان کړې وه.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د اسد په ۲۴ مه د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتښتېد او طالب ځواکونه پلازمېنې ته ننوتل او له شلو کلونو وروسته افغانستان د امریکايي اشغال څخه ازاد شو.

شریک یي کړئ!