برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

افغانستان خاوره دې له نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره نه کارول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس پخواني ولسمشر حامد کرزی له امریکې وغوښتل چې د افغانستان خاوره دې له نورو هیوادونو سره د مقابلې او سیالۍ لپاره نه کاروي.
هغه وویل: په افغانستان کښې د امریکې پوځي شتون پکار دي په دې هیواد کښې د پيوستون د ټینګښت او د ثبات د پياوړتیا او په سیمه کښې د همپالنې سبب شي نه دا چې ناامنۍ او د جنګ پراختیا ته لمن ووهي.
هغه د افغانستان د صلحې د بهیر د ګړندي کولو په لړ کښې د ګاونډي هیوادونو د دلچسپۍ په هرکلي سره وویل: د افغانستان د صلحې او ثبات له بهیر سره د مرستې لپاره د سیمې او ګاونډي هیوادونو ملګرتیا، هم د افغانستان او هم د سیمې د هیوادونه په ګټه ده.

شریک یي کړئ!