برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان او سوریې څخه د امریکايی سرتیرو ایستل

آریانانیوز: مېرمن مېرکل د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې له افغانستانه د ځواکونو ایستل تر وخت دمخه ګڼلي او وايي چې په دغه هېواد کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د امریکا په ژمنو پورې تړلی دی.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل تازه ویلي چې ښايي تر زرو ډېر امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.
واشنګټن تر دې وړاندي ویلي وو چې له سوریې څخه هم خپل سرتېري باسي.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل وویل چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکایي سرتېرو ایستل کولای شي چې په سیمه کې د ایران او سوریې موقف پیاوړی کړي.
د مونیخ کلنی امنیتي کنفرانس تیره ورځ پیل شو او ټاکل شوې سبا یکشنبه هم دوام وکړي.
د افغانستان ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون لري.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي