آریانانیوز: د کابل خلکو د افغانستان د خلکو د بهرنیو اسعارو د سرچینو په اړه د امریکا د سیاستونو په وړاندې اعتراض وکړ.
په کابل کې یو شمېر خلکو نن د یوې مظاهرې په کولو سره د افغانستان په اړه د امریکا سیاستونه وغندل.
په دې مظاهره کې مظاهره چیانو په امریکا کې د افغانستان د ملي شتمنیو د بندولو په اعتراض کې د واشنګټن له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره د افغانستان د ۹ میلیاردو ډالرو بندې شتمنۍ خوشې کړي.
مظاهره کوونکو همدا راز د افغانستان د اشغال پر مهال د امریکايي او برتانوي پوځیانو له خوا د بې ګناه افغانانو د قتل عام په یادولو سره، په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په خاطر د برتانوي او امریکايي پوځیانو د محاکمې غوښتنه وکړه.