آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د سیاسي کمیسیون مشر ، د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی به د چهارشنبه او پنجشنبه په ورځ پاکستان ته ورځي...
د طالبانو پلاوی به له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وویني.
د بیان په وینا ، دغه لیدنه د پاکستان د پالیسۍ یوه برخه ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې کلیدي ډلو ته د رسېدو پرمهال د افغانستان د سولې پروسې ته اسانتیاوې برابرې کړي.
په ورته وخت کې طالبان وايي چې ملا برادر د پاکستان په بلنه پاکستان ته سفر کوي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ، محمد نعیم تیره شپه په ټویټر کې لیکلي چې پلاوی به د لومړي وزیر عمران خان او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وویني.