د امریکا د خزانې وزارت چارواکي وايي، پر طالبانو د اقتصادي بندیزونو دوام ضروري دی.
د امریکا د خزانې وزارت مرستیال والی اډیمو د سنا د بانکدارۍ کمیټې اوریدنې ته وویل ، په هیڅ حالت کې به هغه طالبانو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خلکو پیسو ته لاسرسی ومومي.
هغه وویل ، اړتیا ده چې افغانانو ته د بشردوستانه مرستو رسولو لپاره مشروع لارې ولټوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي مخکې په افغانستان کې د یوه لوی بشري ناورین خبرداری ورکړی و او هیواد ته یې د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې وه.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره، امریکا له افغانستان بانک څخه څه باندې ۹ میلیارده ډالره نغدې پیسې کنګل کړې دي.