برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو عسکر دوه کمانډو عسکر ووژل

آریانانیوز: د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې یو عسکر پخپلو ملګرو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله او دوه تنه کمانډو عسکر يې ځای پر ځای ووژل.


پېښه برون سهار وختي د دې ولسوالۍ کې خواجه خضر سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
طالبانو بریدګر خپل نفوذي ملګری بللی او ويلي يې دي، چې له څلور مېله وسلو سره دوی ته روغ ور رسېدلی دی.
طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «یو تن نفوذي مجاهد حافظ احسان الله ولد ملابهلول د هلمند د نادعلي ولسوالۍ اوسیدونکي په نوي راغلي کمانډويي عسکرو د خپل ټوپک شپېلۍ راواړوله، په دې اتلوال برید کې نوموړي دوه تنه مزدور کمانډویان ځای پرځای ووژل.»
د فراه ځايي چارواکو په دې تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د دې ولسوالۍ په شېوان سیمه کې يې د عملیاتو خبر ورکړی دی.
شمشاد د ځايي امنیتي سرچینو په حواله ويلي، چې شېوان سیمه کې د بهرنیانو په هوايي برید کې ۱۲ طالبان او ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
طالبانو په شېوان کې د خپلو تلفاتو په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي