برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ګلاب منګل استعفا ورکړه

د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره وايي چې د ننګرهار والي ګلاب منګل له ولایته استعفا ورکړه.


ګلاب منګل پخپله د استعفا په اړه څه نه دي ويلي، خو یاده اداره وايي چې هغه د خپلو شخصي ستونزو له امله استعفا ورکړې ده.
د ننګرهار والي په داسې حال کې استعفا ورکوي چې همدا شېبه لا هم په جلال اباد ښار کې جګړه روانه ده.
د عیني شاهدانو په قول بریدګر د مستوفیت ودانۍ ته ننوتي او همالته يې جګړه پيل کړې ده.
طلوع نیوز لیکي، چې په جګړه کې نهه تنه وژل شوي او تر ۳۰ ډېر ټپیان دي.

د برید په اړه بشپړ جزییات نه دي په ډاګه شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي