برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په بلخ ولایت کی درې میرمنې وژل شول

آریانانیوز: رسندویو راپورله مخی نامعلومه وسله والو د بلخ په مزار شریف ښار کې د یوې کورنۍ درې مېرمنې په ډزو وژلې دي.



د بلخ امنیه قومنداني وايي، په وژل شویو ښځو کې د ۱۸ کلونو یوه نجلۍ او ۳۰ کلونو شاوخوا دوه مېرمنې دي چې له دوی سره روان دوه ماشومان هم ټپیان شوي دي.
د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي، د پېښې په اړه لومړنۍ پلټنې ښيي چې دا مېرمنې د کورنۍ دښمنۍ ښکار شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په بلخ کې د تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا ۳۵۰ پېښې ثبت شوې وې.
بلخ کې د ښځو د حقونو مدافع بنسټونه وايي، دغلته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

شریک یي کړئ!