برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو د شمیر د زیاتیدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری

آریانانیوز: ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر اوس ۴۰ زرو ته رسېدلی، چې دوه زره یې بهرنیان دي.


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار کمېټه وايي، په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په ډېرېدو دی.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د داعش د جنګیالیطو۔ شمېر اوس ۴۰ زرو ته رسېدلی، چې دوه زره یې بهرنیان دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې کمیټې په یوه راپور کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت اندېښنه ښودلې ده او اعلان یې کړی چې د داعش ترهګرې ډلې زیاتره جنګیالي د پخواني حکومت په نسکوریدو کې له زندانونو ازاد شوي او په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتیدو دی.

دغې کمېټې مخکې راپور ورکړی و چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی د تېر کال په اکتوبر میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او له طالب مشرانو سره یې کتلي وو.

د برتانیا د کورني امنیت مشر په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي