برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر امریکا باندیدحامد کرزی نیوکه

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ملکی خلکو پرضد د پوځی حملو د دوام په خاطر په امریکا نیوکه وکړه .


هغه وویل امریکا د افغانستان د ملکی خلکو د کورونو د ورانولو ، بمباریو او د پوځی عملیاتو له لارې خپلو هدفونو ته نشی رسیدلی .
کرزی وویل دافغانستان دخلکو په کورونو او کلیو بمباریانې د مالی تاوانونو او دخلکو په وژل کیدا سربیره له امریکا څخه د ولس د نفرت او دجنګ دزیاتیدا سبب شوی دی .
دافغانستان خبری سرچینو د امریکا د عسکرو لخوا د هیواد په بیلابیلو سیمو په کراتو د بمباریو د زیاتیدا خبر ورکړی .
دامریکا عسکرو په تیرې اپریل میاشت کښې په افغانستان کښې په بیلابیلو سیمو پینځه سوه دوه شپیته (۵۶۲)بمونه او نورې وسلې وکارولې چې دغه اندازه وسلې په تیرو لسو(۱۰) کلونو کښې ساری نلری .
همداس اوس د ناټو په چوکاټ کښې نولس زره (۱۹۰۰۰)بهرنی عسکر په افغانستان کښې دیره دی چې څه دپاسه شپاړس زره(۱۶۰۰۰) یې امریکایان دی .
دافغانستان اکثره خلک او چارواکی باوری دی له ۲۰۰۱ لومړی میلادی کال راپدیخوا له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په هیواد کښې دامریکا او دناټو دغړیو هیوادونو دعسکرو شتون تراوسه د زرګونو ملکی خلکو له وژل کیدا ، د بیخ بنایانو له تباه کیدا او ورځ تر بلې د ناامنیو له زیاتیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي