برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

هیڅوک روانه جګړه په زور نشي ختمولی

نیوز ویک په تازه ګڼه کې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا ته په یوه راپور کې کتنه کړې ده.


د خپرونې په باور امریکا دغه جګړه داسې ځای ته رسولې ده، چې نه يې ګټلی شي او نه يې بایلل زړه غواړي.
راپور زیاتوي له روانې جګړې ښکاري، چې نه امریکا، نه افغان حکومت او نه هم طالبان کولی شي د زور له لارې دغه جګړه پای ته ورسوي.
د خپرونې د راپور له مخې د روانې جګړې پای له خبرو اترو پرته امکان نه لري، ځکه خو باید تر زور ازمويېلو پر خبرو ډېر ټینګار وشي.
دا په داسې حال کې دی چې د ناټو د سرمشریزې په تازه ناسته کې هم پر خبرو اترو ټينګار وشو، خو تر څنګ يې په افغانستان کې د ځواکونو زیاتول هم د اجنډا یوه برخه وه.
وړمه ورځ د بروکسل تر غونډې مخکې، د ناټو عمومي منشي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په افغانستان کې حتی خپل پوځي حضور د سولې لپاره یاد کړ.
هغه ومنله چې د جګړې پای له خبرو اترو پرته امکان نه لري.
د هېواد او سیمې په سطحه د سولې لپاره هڅو افغانان هیله من کړي دي، خو خواله رسنیو کې د سولې فعالان هم د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی او لومړنی خنډ د بهرنیانو پوځي حضور یادوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي